د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر عباس عراقچي سره په کتنې کې د ایران د مځکنۍ بشپړتیا او حاکمیّت په ملاتړ باندې په بیا ټينګار او په ایران د اسرائيلی رژيم د تیریو په سخت محکومیّت سره، په لوړه سویه د منظمو مبادلانو د ساتنې او همداراز د په ټولو حوزو کې د متقابلې ګټې دملګرتیاؤ د پیاوړتیاؤ غوښته وکړه.
د پاکستان لومړی وزیر همداراز د یوه خپلواکه هیواد په جوړولو او د برخلیک د ټاکنې لپاره د فلسطینیانو په عادلانه مبارزې کې له دوي د خپل هیواد په ملاتړ په بیا ټينګار سره ، د فلسطینیانو په ضد داسرائيلي رژيم د نسل وژنې او د جنګی نندریو له امله د لویدځي آسیا د حالاتو په باب خپله اندیښنه څرګنده کړه.
د ایران خارجه وزیر هم د پاکستان د حکومت د اصولي دریځونو په قدرونې سره د سیمې د حالاتو په باب دایران داسلامی جمهوریت لیدتوګه تشریح کړه او وې وئيل،ایران اوګاونډي هیوادونه پخپلو کې په راشه دیرشه او مشورو سره د سیمې او اسلامی نړۍ حالات تر ډیره حده ښه کولی او دنورو له لاسوهنې پرته د ترقۍ لارې کچ کولی شي.
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر همداراز پاکستان ته پخپل لومړني رسمي سفر کې ددغه هیواد پوځ لوی قوماندان جنرال عاصم منیر ، خارجه وزیر اسحاق ډار او همداراز نورو لوړپوړو چارواکو سره کته او ددواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ دپراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب خبرې او مشورې وکړې. عباس عراقچی پاکستان ته د خپل سفر په پاي کې ددوو اړخیزو اړیکو سره اړونده بدلونونو او د سیمه ایزو مسئلو په باب د پاکستان ددینی عالمانو اوغوره شخصیّتونو په ټول کې وینا هم وکړه.